دلوبغاړو په اړه

محمد شامي وایي، بنګله دېشي توپ وهوونکي له بؤنسر توپ څخه ویرېږي

محمد شامي چې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی دی او په ټېسټ فارمیټ کې د هندۍ لوبډلې لپاره خورا ښه ثابت شوی دی. محمد شامي د جسپرېټ بومرا او ایشانټ شرما په څېر پیاوړې توپ اچونه ترسره کړې ده.

دغه تېز بالر په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې بنګله دېشي توپ وهوونکي له شاټ پېچ یا بؤنسر توپ څخه ویرېږي. شامي په داسې حال کې دا ادغا وکړه چې د بنګله دېش او هندوستان ترمنځ ټېسټ سیالۍ روانه وه چې په دغه ټېسټ لوبه کې دوه بنګله دېشی توپ وهوونکي په بونسر توپ باندې ولګېد چې په پایله کې یې لېټون ډاس د لوبې څخه کیښنول شو.

محمد شامي خبرو پر مهال داسې وویل: “کله چې زه توپ اچونې ته انتخاب کړل شوم له ځانه سره مې هوډ وکړ چې زه باید بنګله دېشي توپ وهوونکو ته بؤنسر توپونه ترسره کړم، ځکه چې دوی له بونسر توپ څخه غېر ضروري وېره لري. شامي د دغو خبرو په ویلو سره ډاډ څرګند کړ او پر وینا یې زه د دې خبرو په ویلو سره زړه نا زړه نه یم.”

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې