نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي مونږ به د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام لپاره پراخه تصمیمونه ونیسو

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وروستۍ غونډه کې خبر ورکړ چې مونږ به د راتلونکې ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام لپاره په بیلابیلو وختونو کې د وخت مطابق پرېکړې کوو.ټاکل شوې د ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام د اکټوبر په ۱۸ نېټه پيل او د نومبر تر ۱۵ نېټې پورې به دوام وکړي.د آی سي سي مشر منوسوهامي له غونډې وروسته وروسته وویل(( موږ د نړیوال کریکټ د بیا پیل په اړه د ښه او مسولانه پرېکړو اخیستو پر اهمیت هوکړه کړې.مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د نړۍ وضعیت ورځ تر بلي په ښه کیدو دی)) د ده ترڅنګ د استرالیا د کرکټ بورډ اجرایوي رییس کیون رابرټس،ویلي (( مونږ د آی سي سي سره ښي اړېکې لرو او له نیږدي وضعیت څارو معلوم به شي چې دغه جام په خپل وخت ترسره کیږي کنه))

د آی سي سي د طبي کمیټې رییس ، ډاکټر پیټر هارکورټ ټینګار وکړ چې د کرکټ بیا پیلولو کچه او پیچلتیا به له پامه ونه غورځول شي.د کرکټ د بیا پيل لپاره مونږ منظم پلانونه لرو او د خپل وخت سره به مناسبې پرېکړې وشي.ټاکل شوې ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام د استرالیا په کوربتوب د اکټوبر په میاشت کې ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې