دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پيټرسيډل ویلي په نړۍ کې یې پنځه توپ وهونکې خوښيږي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک بالر پيټر سيډل ویلي چې د کرکټ په نړۍ کې یې پنځه لوبغاړي ډېر زیات خوښيږي سيډل وویل (( زه په نړۍ کې د پنځه لوبغاړو لوبه ګورم او خوښوم یې چې لومړی یې د سویلي افریقا پخوانی کيپتان ګریم سمیت دی، دوهم د انګلستان کیڼ لاسی توپ وهونکی السټرکوک دی، دریم بیا سریلانکایي کومارا سنګاکارا دی، څلور بیا هندي سچن ټنډولکر دی او پنځم بیا د الراونډرانو په لیست کې سویلي افریقایي جيک کيلس دی))

پيټرسيډل چې د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ اچونکی و نوموړي په ۳۵ کلنۍ کې د کرکټ د هر ډول فارمټ سره مخه ښه وکړه. دا چې د کرکټ لوبې نشته او اکثریت لوبغاړي په کور کې دې نو زیات یې ټولنيزې شبکې کاروي او هر څوګ پکې د خپلې خوښې لوبغاړي نظرونه انتقادونه او تبصرې شریکوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې