افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

نجیب الله ځدران وپيژنئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکی نجیب الله ځدران درپيژنو.نجیب الله ځدران په کال ۱۹۹۳ م کال د فبرورۍ په ۲۸ نېټه وزیږید.نجیب اوس مهال ۲۷ کاله او ۵۴ ورځي عمر لري.نجیب خپله لومړی پنځوس اوریزه لوبه د اېرلینډ پر وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې ترسره کړه.او خپله لومړی شل اوریزه لوبه یې د هندوستان پر وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې وکړه.نجیب د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړ دی او د منځنۍ برخې بهترینه لوبغاړی دی.تر اوسه یې د افغانستان لپاره ۶۷ پنځوس اوریزه لوبې کړې دي ټولې منډې ۱۵۸۶ دي.

نوموړی په پنځوس اوریزه لوبه کې یوه سلیزه او ۱۱ نېمه سلیزې لري.همدا شان یې ۶۰ شل اوریزه لوبې کړې ۹۷۶ منډې لري په شل اوریزه لوبه کې کومه سلیزه نه لري خو درې پنځوسیزې یې ترلاسه کړې دي.نجیب د افغانستان د ملي لوبډلې ترڅنګ په افغانستان چيتا، افغانستان نولس کلنې لوبډلې کې، بندې امير لپاره، همدا شان د بوسټ لپاره او په نړیوالو لیګونو کې د خولنا ټایګرز،مونټریل ټایګرز،او دده ترڅنګ په ټي ټين کرکټ لیګ کې هم لیدل شوې و.نجیب الله ځدران په کيڼ لاس توپ وهنه کوي چې ډېر کله یې ښه ښه اننګزونه د افغانستان لپاره کړې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې