نړیوال کریکټ

د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې اجراییوې رییس وارین ویلي شاید ځنې سفرونه یې وځنډيږي

د اېرلینډ کرکټ ملي لوبډلې اجراییوې رییس وارین ډیوټرم ویلي (( مونږ به خپله هڅه وکړو چې د پاکستان سره راتلونکی سیریز ترسره کړو دغه سیالۍ مونږ د جولای په میاشت کې لرو بل پلو مونږ د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره هم یو سیریز لرو چې د دې سیریز ترسره کول به ډېر امکان ونه لري خو په سيپتمبر کې چې کومې لوبې لرو شاید هغه د تړلو دروازو تر شاه وشي))

اېرلینډ کرکټ ملي لوبډله چې په نړیواله کچه ډېر شهرت نلرې هڅه کوي ترڅو له نړیوالو لوبډلو سره سیریزونه واخلې او سیالۍ ورسره وکړي.یاده دې وي چې اېرلینډ لوبډلې څه موده وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې سره یو شل اوریزه سیریز ترسره کړ چې یوازې په یوه سیالۍ کې بریا ترلاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې