دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بي سي سي آی د استرالیا کرکټ بورډ سره همغږي ښودلی

هندوستان او استرالیا کرکټ بورډ دواړه سره پر دې بحث کې دي چې باید پنځه ټیسټ لوبې د کال په وروستیو برخو کې ترسره کړې د هند کرکټ بورډ لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو استرالیا کرکټ بورډ مخکې یو خبر خپور کړې و چې مونږ د دې زمینه برابرو تر څو په دې کرونا ماحول کې پنځه ټيسټ لوبې د تړلو دروازو شاته وکړو.په دې لوبو د استرالیا او هندوستان ځنې لوبغاړو ګډ نظر شریک کړې د استرالیا کرکټ بورډ اجراییوي رییس کيون رابرټس ویلي ((مونږ د هندوستان لوبډلې ته د پنځو ټیسټ سیالیو وړاندیز کړې چې د کال په ورستیو میاشتو کې به یې ترسره کړو زمونږ هڅه دا ده چې د خلکو ذهنونه بدل کړومونږ به دا سیالۍ په داسي ځای کې پلان کړو چې هلته د کرونا ویروس هيڅ نښه ونه لیدل شي))

بل پلو د استرالیا مشهوره چټک بالر چوش هیزلیوډ ویلي(( د سیالیو د ترسره کولو لپاره اډیلایډ اوول ښه ځای دی او باید ډېرې ټیسټ سیالۍ ترسره شي)) اوس د هندوستان د
BCCI
کمېټې یو غړي ویلي (( مونږ د استرالیا د نظر سره موافق یو خو دا هر څه به څنګه وشي خارجي سفرونه محدود شوې ټول هیوادونه قرنطین دي مونږ د استرالیا د پنځو ټيسټ سیالیو لپاره ښه برابر یو که چیرته دواړه بورډونه او حکومتونه سره یو بل ته قانع شو نه دا به ډېرخوند وکړې)) دا چې نړۍ د کرونا ویروس ډېره وځپله او لا دغه ویروس مخ په زیاتېدو دی نو هر هيواد خپلې سیالۍ د څه وخت لپاره ځنډولي دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې