دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

معین علي په بین سټوکز او جیک کیلس کې کوم یو غوره کوي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان الراونډر چې په مسلسله توګه په دغي لوبډله کې لوبیږي نن یې د دوه مخکښو الراونډرانو پرتله وکړه.معین علي د بین سټوکز او جیک کیلس ترمنځ تفاوت وکړ هغه ویلي دا دواړه مهم لوبغاړي دي او په نړۍ کې یې څاری ډېر کم لیدل کيږي.خو زه بیا جیک خوښوم ځکه هغه د سویلي افریقا لپاره ډېر کرکټ کړې او د توپ وهنې ترڅنګ یې ویکټې هم ترلاسه کړې دي افریقایي کیلس یو چټک بالر و وخت ناوخت به په اوپنینګ کې میدان ته راښکته کیده.

بل پلو بین سټوکز هم د نړۍ غوره الراونډر دی او څو ځله یې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله اتلولۍ ته رسولی ده.بین هغه لوبغاړی دی چې په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې یې انګلستان لوبډله بریا ته ورسوله ترڅنګ یې سټوکز په ټيسټ کرکټ کې هم مشهوره لوبغاړی دی.معین علي د دواړو تفاوډېر سخت وکړ او په اخر کې یې وویل چې د سويلي افریقا پخوانی الراونډر جیک کیلس غوره دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې