دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بابر ویلي زه له وقفې ځوریږم خو بد احساس نه کوم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکې بابر اغظم په یوه مرکه کې ویلي دي (( زه ډېر وخت په خپل زهنیت کار کوم د لوبې پر جریان کې غلطې ډېره کمه راڅخه کيږي کومه لوبه کې چې زه ښه کارکردګي ونه کړم بیرته هغه لوبه ګورم چې څنګه مې تیروتنه کړې پر دغه کړنه بیا زیات کار کوم چې اینده کې راڅخه دغه غلطي ونه شي.دا چې زه اوس د پرمختګ په لور روان یم پر دې قناعت نه کوم زه باید لا ډېر پیاوړی شم ترڅو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ښه ولوبیږم. ښه کرکټ په ذهن باندي کيږي دا چې سیالۍ نشته ټولې نړیوالې او داخلې سیالۍ د څه وخت لپاره ځنډول شوې دې کړنې زه یو څه خفه کړې یم خو احساس مې ښه دی او لا باید په خپل کرکټ کار وکړم))

بابر اغظم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړی دی چې اوس مهال د کرکټ د نړیوالې شورا سره په ټيسټ کې پنځم پنځوس اوریزه کې دریم او په شل اوریزه لوبه کې د ځانه سره لومړی مقام لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې