دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

یوراج سینګ ویلي ما د سټورټ براډ خلاف ولي شپږ شپږیزې ترلاسه کړې

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتې الراونډر یوراج سینګ په خپله وروستۍ مرکه کې د هغې خبرې پرده پورته کړه چې په ۲۰۰۷ م کال کې تيره شوې وه.یوراج وویل

(( د شپږ شپږیزو ترلاسه کول د یوفاسټ بالر پر وړاندې دومره ساده خبره نده زه په نن سټرایک ولاړ وم چې پر دي وخت کې د انګلستان لوبغاړی انډریو پلنټف راغي او ماته یې داسي خبرې وکړلې کومې چې زه دلته له تاسو سره نشم شریکولای انډریو ډېر بد وغږید زه یې ډېر په قهر کړم دلته زه د هغې پسي ورغلم ترڅو شخړه ورسره وکړم چې بیا د لوبې امپاېرانو مداخله وکړله.له دې وروسته زما ذهن ډېر خراب شو غوښتل مې هر بال له دې وروسته د میدان څخه بهر ګوزار کړم دلته زه په سټرایک شوم او سټورټ بورډ د توپ اچونې لپاره راغی دغه ورځ زما وه ما پر شپږ بالونو شپږ شپږیزې ترلاسه کړې چې وهل به یې په نړیوال کرکټ کې د هر چا د وس کار نه وي))

یوراج سینګ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې بهترینه الراونډر دی چې اوس هم په لوبډله کې لیدل کيږ نوموړي په ۲۰۰۷ م کال نړیوال شل اوریزه جام کې چې د سویلي افریقا په کوربتوب ترسره کیده د براډ خلاف یې د شپږ شپږیزو ریکارډ ترشاه پريخود.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې