دلوبغاړو په اړه

کیون پېټرسن کرېس ګېل او ګوتم ګمبیر ډوېډ وارنر د آی پي ایل په تاریخ کې غوره توپ وهوونکی وباله

پخواني کریکټرانو کیون پېټرسن او ګوتم ګمبیر د آی پي ایل په تاریخ کې غوره توپ وهوونکي په ډاګه کړي دي د دغه داوړو لوبغاړو نظریې یو بل ته ورته نه وي او همدغه راز هر یو مختلف مختلف لوبغاړي ونومول.

کیون پېټرسن د وېسټ انډېز افسانوې لوبغاړی کرېس ګېل تر ټولو غوره توپ وهوونکی وباله، په داسې حال کې چې ګوتم ګمبیر ډوېد وارنر د آی پي ایل په تاریخ کې غوره توپ وهوونکی یاد کړ.

کیون پېټرسن د کرېس ګېل په اړه وویل، هغه په هند تجارتي لیګ کې تل یو کارنامه ترسره کړې ده، کرېس ګېل په هند تجارتي لیګ کې د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره سیالۍ لوبولې دي او له پنجاب لوبډلې سره یې بریا کې مهم رول لوبولی دی.

په ورته وخت کې ګوتم ګمبیر بیا د ډوېډ وارنر په اړه داسې وویل، نوموړی مې ځکه د آی پي آیل په تاریخ کې تر نورو غوره توپ وهوونکی وباله چې نوموړي په دې وروستیو کې ښیې لاسته راوړنې لرلې.

پېټرسن د اي بي ډویلیرز یادونه هم وکړه او پر وینا یې، چې زه اي بي ډویلیرز خوښوم، ځکه چې هغه ښاغلی ۳۶۰ دی.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې