افغانستان کریکټلیګونهنړیوال کریکټ

که دیارلسم پړاو آی پي ایل ترسره نشي افغان لوبغاړو ته هم سخت تاوان اړوي

د کرکټ د نړۍ ستر تجارتي لیګ
ipl
چې ټاکل شوې وه د مارچ په ۲۹ نيټه د چينای او ممبې لوبډولو په لوبه پيل شي د کرونا ویروس له امله دغه لیګ دنامعلومي نيټې پورې وځنډید.که روان ۲۰۲۰ م کال دیارلسم پړاو آی پي ایل ترسره نشي نو افغان لوبغاړو ته هم پيسي نه ورکول کیږي.که چيرته دغه لیګ ترسره نه شو نو افغانستان ته ۱۴ کروړه تاوان دی.

د افغانستان درې لوبغاړي چې راشدخان په ۹ کروړه، مجیب الرحمن په ۴ کروړه او محمدنبي په یو کروړ پيسو د حېدراباد او پنجاب لوبډلو پيرلي دي که چیرته دیارلسم پړاو ترسره نشي نو د افغانستان په شمول ګڼو لوبغاړو ته به مالي تاوان ورسوي.ګڼ شمير د کرکټ لوبغاړي او مينوالو د دي لیګ لپاره انتظار باسي خو د کرونا ویروس له امله هره هيله د خلکو په ټپه دیدلي ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې