دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد یوسف ویلي مصباالحق په روزنه نه پوهيږي او هیڅ ډول استعداد نه لري

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي محمد یوسف په ډېر قهر سره د مصباالحق خلاف غږ پورته کړ.محمد یوسف چې په تير کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی و اوس یې په یو تازه ټویټ کې پر هیډ کوچ مصباح باندې توندې نیوکې کړې.یوسف ویلي (( د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر مصباالحق هیڅ تجربه نلري دا چې پاکستان بورډ پر ده باور کړې دا یې یوه ستره تيروتنه کړې ده هغه هیڅ کله هم په روزنه نشي پوهیدلی ځکه هغه د لوبې پر جریان کې هم دومره ښه نه لیدل کیده))

محمد یوسف پر دغو خبرو پاکستاني تجربه لرونکې مشر مصباالحق ته سپکاوی وکړ او هغه یې وننګوه دا د ټول پاکستان لپاره سخت ټکان و چې محمد په خپل یوټویټ کې د مصباح خلاف خپله خوله راخلاسه کړه.او هغه ته یې د ناپوهه لقب ورکړ دا په پاکستان کرکټ لوبغاړو کې نوې خبره نده دوی هميشه د یوبل توهین او سپکاوی کوي چې دا د پاکستان کرکټ هیواد ته یوه سخته ضربه ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې