نړیوال کریکټ

سویلي افریقا لوبډلې د سریلانکا سره لوبې وځنډولي

د افریقا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راتلونکي سیالۍ چې دوی يې د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې سره لري د نامعلوم وخت لپاره وځنډول شوې.د سویلي افریقا کرکټ سرپرست اجراییوي رییس ډاکټر جیکس فاول په خپل وروستۍ کنفرانس کې وویل (( زمونږ لپاره مهمه خبره داده چې د خپلو لوبغاړو روعتیا په نظر کې ونیسو دا زمونږ لپاره ښه خبر ندی چې دغه سیریز وځنډیده اوس لوبغاړي ډېر زیات خفه دي ځکه دا د لوبډلې لپاره یو مهم سفر و افریقا کرکټ ملي لوبډله د کال په وروستیو میاشتو کې مهم سفرونه په مخکې لري))

JOHANNESBURG, SOUTH AFRICA – MARCH 24: Dwaine Pretorius of South Africa batting during the 3rd KFC T20 International match between South Africa and Sri Lanka at Bidvest Wanderers Stadium on March 24, 2019 in Johannesburg, South Africa. (Photo by Gordon Arons/Gallo Images)

ټاکل شوې وه چې د سویلي افریقا او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ شل اوریزه او پنځوس اوریزه سیالۍ د جون په میاشت کې ترسره شي خو کرونا ویروس دغه لړۍ لا پسي وځنډوله.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې