افغانستان کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي افغانستان د کرکټ په دونیا کې عجيبه کيسه لري

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا په خپل رسمي اکاونټ د افغانستان د ملي لوبډلې یادونه کړې چې دوی په ډېر تکتیک سره مخ کې تګ وکړ او دوی د کرکټ په نړۍ کې یو بل ډول داستان لري. د کرکټ نړیوال شورا په لنډ فارمټ کې په څو محدودو کلماتو د افغانستان د ملي لوبډلې ستاینه کړې آی سي سي ویلي (( افغانستان څه یوه لوبډله ده او څه یو داستان لري))

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان تير کرکټ تاریخ ته کتنه وکړه چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۰۹ م کال کې یوه نه هیردونکې بریا د سکاټلینډ پر وړاندې ترلاسه کړه چې دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه ځلانده ورځ وه.یاده دې وي چې افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړی پنځوس اوریزه لوبه د نوروز منګل پر کيپتانۍ کې په ۲۰۰۹ م کال د اپریل پر ۱۹ نېټه وګټله چې دغه ورځ د کرکټ په دونيا کې د ډېرو افغانانو لپاره خوښه ونکې ورځ وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې