دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ګوتم ګمبیر ویلي روهیت د آی پي ایل بهترینه کيپتان دی

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه پخواني چپ لاسي توپ وهونکې ګوتم ګمبیر ویلي چې په
ipl
کې ترټولو سټار کيپتان روهیت شرما دی.دغه پخواني لوبغاړي زیاته کړې چې روهیت په خپلې کيپتانۍ کې څلور ځله د هندوستان د تجارتي لیګ اتلوالي تر لاسه کړې چې دا د ممبې انډینز لپاره خوښه ونکی خبر دی روهیت په آی پي ایل کې ۸۹۸۸ منډې ترلاسه کړې چې زیاتې منډې دي روهیت شرما د کرکټ په نړۍ کې هیڅ ساری نه لري او ډېر کله یې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره بهترینه اننګزونه ترلاسه کړې دي. روهیت د شل اوریزې پنځوس اوریزې او ټیسټ کرکټ ځانګړی لوبغاړی دی او لاهم ډېر وخت لري ترڅو په داخلې او نړیوال کرکټ کې پاتې شي.

ګوتم ګمبير د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر توپ وهونکی و چې څه موده وړاندې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اخیستی و نوموړی د هندوستان کرکټ په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز کيپتان و او اوس د هندوستان په دولتي چارو کې کار کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې