دلوبغاړو په اړه

واټسن د پاکستاني لوبغاړي شعیب ملک ستاینه وکړه

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر شين واټسن په دې وروستیو کې چې د کرونا له امله قرنطین شوی دی او پر ټولنېزو رسنیو یو فعال لوبغاړی ګڼل کېږي وړمه ورځ واټسن د پاکستاني لوبغاړي شعیب ملک ستاینه وکړه او پر وینا یې چې ملک په ټولو فارمیټونو کې ښه لوبغاړی دی.

دغه اسټرالیایي الراونډر د خپل پاکستاني سیال شعیب ملک په اړه وویل، شعیب ملک له ډيرې مودې راهیسې په ټولو فارمیټونو کې ښه فارمنس کړی دی او پر وینا یې چې هغه د خپلې توپ اچونې پر مټ ډیری د نړۍ ستر توپ وهوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.

شین واټسن چې په ژوندۍ بڼه را څرګند شوی وه، ویې ویل شعیب ملک یو ښه او خوږ سړی دی.

شعیب ملک او واټسن په ۲۰۲۰ م کال کې د پاکستان سوپر لیګ پر مهال د یو بل خلاف لوبې ترسره کړې وې د یادونې وړ ده چې پاکستان سوپر لیګ وروستۍ سیالۍ د کرونا ویروس له امله لغوه شوي دي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې