لیګونهنړیوال کریکټ

موتيا مورالي تاران ویلي هغه اوازې سمې ندې کومې چې په رسنیو کې روانې دي

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ نامتو توپ اچونکې موتيا مورالي تاران ویلي کومې خبرې چې په رسنیو کې روانې دي شاید عملي جنبه ونه لري اوس مهال داسي خبرونه را څرګندیږي چې د هندوستان
IPL
دیارلسم پړاو دي د هند پرځای په سریلانکا کې تر سره شي اما دا به یوازې خبرې بڼه ولري نه عملي.

د سریلانکا کرکټ بورډ رییس شمامي سلوا مخکي خبر ورکړې و چې که په سریلانکا هیواد کې مثبتې پيښې کمې شي نو آی پي ایل هندوستان دلته ترسره کولي شي.خو بل پلو سریلانکایي بهترینه سوکه توپ اچونکی موتیا مورالي تاران ویلي دي (( شاید دا حقیقت کې نه وي چې دیارلسم پړاو دي د هندوستان پر ځای په سریلانکا کې ترسره شي دغه ویروس باید د ټولې نړۍ څخه ختم شي زه دا نه غواړم چې یوازې په سریلانکا کې دي دا ویروس ختم شي بلکي نړۍ دي تري پاکه شي.

موتیا زیاتوي
په خالي لوبغالو کې د تړلو دروازو ترشا لوبې کول هیڅ خوند نلري که سیالۍ ترسره کیږي نو باید نندارچيان پکې باید اووسي ځکه کرکټ په شایقنو خوند او رنګ پيدا کوي.یاده دې وي چې دیارلسم پړاو آی پي ایل د کرونا ویروس له امله تر اوسه د نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې