دلوبغاړو په اړه

مقصود د انلاین ټېسټ پرمهال کور کې مېز ماتیدو له امله سخت ټپي شوی دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکي صیب مقصود د انلاین ټېسټ پرمهال په کور کې خپل زنګون ټپي کړی دی او ویلي یې دي چې دا یوه پیښه (حادثه) وه.

د رسنیو د راپورنو له مخې چې نوموړي خپل زنګون په داسې مهال ټپي کړ چې په کور کې یې د پاکستان کریکټ بورډ له لوري انلاین ټېسټ ورکوه چې په مېز یې خپل زنګون ژوبل (ټپي) کړ د راپورنو له مخې چې د مقصود د مېز شیشه هم ماته شوي ده.

نوموړي په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ یو ټويټ کړی دی او ورسره یې لیکلې دي:

“دا یوه حادثه وه، زحم ژور شوی دی د نوموړي پر وینا، چې هغه د خپل ټپ انځورونه هم د ټولنېزو رسنیو له لارې ځینو ډاکټرانو ته استولې دي او ویلي یې دي چې په دې ورځو کې مونږ روغتونونو ته د تګ څخه وېره لرو او پر وینا یې چې د نوموړي ټپ له همدې کبله زیات ژور شوی دی چې د مېز ښیښې یې په زنګون کې ننوتې دي.”

د یادونې وړ ده چې پاکستان کریکټ بورډ په دې وروستیو کې د مرکزي لوبغاړو څخه د لوبغاړو فټنس ازموینه په انلاین ډول اخلي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې