نړیوال کریکټ

مشفیق هغه بیټ نیلامۍ ته وړاندې کوي چې نوموړي پري ډبل سليزې ترلاسه کړې وي

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکې مشفیق الرحيم پرېکړه کړې چې خپل هغه بیټ نيلامۍ ته وړاندې کړي چې په ټيسټ لوبه کې ډبله سلیزه یا پرلپسې سل سل منډې ترسره کړي اوس غواړي دغه بيټ نیلامۍ ته وړاندې کړي.مشفیق ویلي (( زما لپاره دغه بیټ زیات ارزښت لري او زه ورسره ځانګړی مينه لرم دغه بیټ ما هیڅ کوم شخص ته نه ورکوو خو اوس زما بیټ د خلکو څخه بهتره ندی ما مخکې د خپلو هیوادوالو سره خپل معاش نيمه یې کړې و.که زما بیټ ښه بازار پیدا کړ نو شاید نور لوبغاړي هم دغه کړنه ترسره کړي))

یاده دې وي چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خلک د فقر سره مخ کړې دي په تير کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کيپر لوبغاړي جاس بټلر خپل شیرټ هم بازار ته وړاندې کړو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې