
محمد نبي عیسی خيل پر دغه ورځ کوم ریکارډ جوړ کړ
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر محمد نبي عیسی خيل په ۲۰۰۹ م کال کې د اپریل پر ۱۹ نيټه دغه ریکارډ تر شاه پريخود محمد نبي پر همدي ورځ لومړی پنځوس اوریزه لوبه د سکاټلینډ خلاف وکړه چې په ۶۴ بالونویې ۵۸ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو دا د نبي لومړی پنځوس اوریزه لوبه وه چې د افغانستان لپاره یې پکې نه هیردونکی اننګز ترسره کړ.دغه سیالۍ افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۸۹ منډو وګټله چې مهم رول پکې محمد نبي ولوبوه.دا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړی پنځوس اوریزه لوبه وه چې په ۲۰۰۹ م کال کې یې د نوروز منګل په کيپتانۍ کې وګټله.

محمد نبي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر دی چې ډيری وخت د افغانستان په ګټه لوبیدلی دی او ډېر کله یې د توپ اچونې ترڅنګ ښه توپ وهنه هم ترسره کړې ده.نبي په اوسنیو وختونو کې د ټيسټ کرکټ فارمټ څخه استعفا کړې خو لاهم د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو فارمټ لوبوي نبي د تير په پرتله په ملي لوبډله کې دومره ښه نه ځلیږي هغه په افغان لوبډله کې ترټولو پخوانی او تجربه لرونکی لوبغاړی و.