دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شاهد افریدي ویلي برین لارا ورته تل په لوبه کې سرخوږی جوړ کړي و

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې افسانوي الراونډر شاهد خان افریدي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل (( ما تل ښه بالینګ ترسره کړې و او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره به تل لوبیدم زما د کرکټ په تاریخ کې چې ما به د بالینګ په جریان کې تري ډار کاوو هغه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی برین لارا دی لار د کرکټ په نړۍ کې نه هیریدونکې ریکارډونه تر شاه پریخي چې ماتول به یې د اوسنیو لوبغاړو په وس پوره نه وي ما به چې کله هغه ته توپ اچونه کوله نو داسي احساس مې کوو چې ختمن به راباندې شپږیزې وهي لارا سپین بالران ډېر ښه لوبول چې ان د نړۍ ټاپ ترینه سریلانکایي توپ اچونکی مورلي درن یې هم ښه لوبوه))

برین لارا د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی و چې ډېر پخوا یې د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.بل پلو شاهد د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت مخکښ الراونډر و چې تر ډېره یې د پاکستان هیواد لپاره ښه سیالۍ تر سره کړې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې