دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سهیل تنویر په خپله وروستۍ مرکه کې پر پاکستاني لوبغاړو سخت ګوزار وکړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتې کيڼ لاسي چټک توپ اچونکې سهیل تنویر پر پاکستانیو لوبغاړو توندې نیوکې وکړي. تنویر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل (( د پاکستان اوسني او پخواني لوبغاړي باید د خپل راتلونکې په اړه ډېر فکر وکړي زمونږ اکثریت تقاعد شوې لوبغاړي په ټولنیزو رسنیو کې د یو بل د رازونو څخه پرده پورته کوي چې دا یوازې دوی ته زیان نه بلکي د پاکستان ټول کرکټ ته سپکاوی دی هر څوګ چې په ټولنیزه رسنۍ باندې څه شي پوسټ کوي نو باید مسولیت یې ولري ځکه دا ډېره مهمه خبره ده چې مونږ ورته تر ډېره ښه نظر نه کوو))

سهیل زیاتوي په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني لوبغاړو دا نش کنیریا او فیصل اقبال د ټویټر په جګړه کې سره ښکيل و اقبال، د دانش د میچ فکس خبره وکړه او پر هغه یې تور پورې کړ چې د پيسو په بدل کې یې خپل هیواد زیانمن کړې و.له دې وروسته دانش هم د اقبال سپکاوی وکړ چې دغه ډول کړنه زمونږ لپاره د منلو وړ نه وه.سهیل د پاکستان ځنې نورو لوبغاړو ته هم اشاره وکړه چې دغه کړنه دې نوره نه ترسره کوي ځکه دا زمونږ د ټول کرکټ بدنامی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې