نړیوال کریکټ

انوشکا او ویراټ پر خپلو هیوادوالو غږ وکړ چې په کور کې پاتې شي

دا چې نړۍ په کرونا ویروس اخته ده نو ډېر کرکټران او فلمي ادکاران په کور دننه پاتې دي د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان ویراټ او د هندوستان مشهوره فلمي اداکارې د کوهلي میرمن انو شکا شرما یو ځل بیا په خپلو هیوادوالو او د نړۍ پر نورو خلکو غږ وکړ چې په کور کې پاتې شي او د خپل ځان ساتنه وکړي.هندوستان هیواد د لومړي وزیر نیریندار مودي پر وینا د مې تر لومړنیو نیټو پورې قرنطین دی او هیڅ څوګ حق نه لري چې د کور څخه دباندې بغیر له ضرورته راووځي.

د ویراټ کوهلي ترڅنګ نورو د کرکټ لوبغاړو هم پر خلکو غږ کړې چې ځان او ټولنه وژوغورې کرونا ویروس د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې لیدل کیږي چې د ډېرو خلکو ژوند یې اخیستی دغه ویروس په ټولو ورزشي سیالیو باندې هم ژور تاثیر غورځولی دی چې د هیوادونو دا خلي او نړیوالې سیالۍ یې یا ځنډولي او یا یې لغوه اعلان کړې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې