دلوبغاړو په اړه

کوری انډرسن: وېرات کوهلي یو احساساتي لوبډلمشر او روهېت شرما یو خاموشه لوبډلمشر دی

د هند کریکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي او لوبډلمشران د نیوزیلینډي الراونډر کوری انډرسن له لوري وستایل شول کوری انډرسن د وېرات کوهلي او روهېت شرما لوبډلمشري وستایله.

کوری انډرسن چې په انسټاګرام کې یې په ژوندۍ بڼه برخه اخیستې وه وویل، کوهلي یو جذباتي لوبډلمشر دی او د لوبډلې او لوبغاړو مُورال لوړوې کوری انډرسن پر وینا چې د وېرات کوهلي خوځښت او جذبه د لوبډلې په مُورال لوړولو کې مرسته کوي.

نیوزیلینډي الراونډر (کوری انډرسن) د روهېت شرما لوبډلمشرۍ په اړه وویل، هغه د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال زیات وخت خاموشه او ارامه وي او د زیات وخت لپاره د لوبې په خراب وخت کې خپل احساسات کنټرول کې ساتي.

انډرسن پر وینا دواړه ښه کیپتانان دي، خو روهېت شرما یو څه خاموشه ښکاري خو نوموړی احساساتي دی او بریا غواړي هغه همدغه راز زیاته کړه دوی ښه لوبډلمشران او کریکټران دي چې له همدې امله هندوستان کریکټ ملي لوبډله بریالۍ لوبډله ده.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې