دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ډينل ویټوري په روان وضعیت کې خپل معاش نشي ترلاسه کولای

د نیوزیلینډ کرکټ پخواني لوبغاړي ډينل ویټوري له نړیوال کرکټ سره څو کاله وړاندې مخاخه کړې وه. نوموړی اوس د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د سپن بالینګ کوچ دی ویټوري د بنګله دیش کرکټ بورډ سره داسي کنټرک کړې و چې په یو کال کې به سل ورځي کار د بنګله دیشي لوبغاړو سره کوي او د ورځي معاش به ورکوي چې په نوره نړۍ کې بیا دغه ډول روزنه نه ترسره کیږي هغوۍ میاشتني معاش اخلي.د بنګله دیش کرکټ بورډ د رسنیو د کميټې رییس جلال یونس په یوه مرکه کې ویلي(( ډينل ویټوري له مونږ سره داسي تړون لاسلیک کړې چې هغه به په کال کې سل ورځي کار کوي ویټوري ته به مونږ د هغې ورځي معاش ورکړو چې کومه ورځ یې د بنګله دیش کرکټ بورډ سره په دنده کې تیر کړې دی.د رسنیو د کمیټې رییس زیاته کړه چې بورډ ورسره هوکړه کړې چې هغه ته به زیاته اندازه پیسې ورکړي ځکه چې هغه د ورځې په اساس کار کوي.

هغه دا هم روښانه کړه چې دا قانون د روزنې کارمندانو نورو غړو باندې نه پلي کیږي.ویټوري مونږ سره د ورځ په اساس کار کوي او دیوې ورځي ډېرې پيسې د بورډ څخه ترلاسه کوي.بنګله دیش کرکټ بورډ د روزنې په بخش کې مشر روزونکی رسیل ډومینګو،د بیټنګ کوچ نيل مک کينزي،او د بالینګ په برخه کې اوټیس ګیبسن شامل کارکوونکې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې