دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

مایکل هسي او د آی پي ایل غوره شیبې

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی مایکل هسي چې ډېر پخوا یې د نړیوال کرکټ سره مخاخه کړې او بیا د څه وخت لپاره په هندوستاني لیګ کې ولیدل شو تر هغې وروسته مایکل د چينای سوپر کینګز لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو.له مایکل څخه سویلي افریقایي فاف ډوپلیسیس پوښتنه کړې چې د
ipl
غوره شيبې روښانه کړي کومې چې د دې لپاره خوښونکې وي.مایکل وویل(( زما لپاره لومړی شیبه چې ډېره بهترینه وه هغه په ۲۰۱۸ م کال کې د سنریزر حیدر اباد او چینای سوپر کینګز نيمه پای لوبه وه هلته د افغانستان سوکه توپ اچونکې راشد خان ارمان غوره بالینګ کوو چې چینای لوبډله یې زیاته ورخطا کړې وه پر دغه وخت کې فاف ډوپلیسیس د چينای سوپر کینګز لپاره نه هیردونکي نيمه سليزه ووهله چې دا زما لپاره غوره شيبه وه.دوهم چينای لوبډلې د کلکتې لوبډلې سره په ۲۰۱۰م کال کې لوبه لرله چې ایم ایس ډوهني توپ وهنې ته ولاړ و او پر دوه بالونو ۱۲ منډې پاتې وي دلته یوسف پټان توپ اچونه کوله ایم ایس دواړه بالونه د شپږیزو لپاره وروغورځول چې دا زما لپاره نه هیردونکې شیبه وه.او په ۲۰۰۸ م کال کې بالاجي یو زبردسته هیټریک ترسره کړ چې دا هم یوه غوره صحنه وه))

د یادوني ده چې د ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل دیارلسم پړاو د کرونا ویروس له امله د خپل وخت څخه وځنډید اولا یې برخلیک ندی معلوم.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې