دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لانکاشيرکرکټ لوبډلې د درې لوبغاړو سره قراردادونه لغوه اعلان کړل

د لانکاشير کرکټ رییس پاول اللوټ خبر ورکړ چې د درې لوبغاړو سره یې رسمي قرارداد لغوه اعلان کړ.په دغي درې لوبغاړو کې نیوزیلنډی ویکټ کيپر بي جي والټينګ، استرالیایي ګلين مکسویل،او جیمز فالکنر شامل لوبغاړي دي.پاول اللوټ ویلي (( زه د لنکاشير د لوبغاړو او ټيم څخه مننه کوم چې مونږ یې فیس کم کړ خو دوی کوم انتقاد ونکړ.زه غواړم د نوې لوبغاړو سره په ۲۰۲۱ م کال کې تړون وکړم ځکه ټوله نړۍ دا ځل د کرونا ویروس له امله د پيسو د کمښت سره مخ ده.مونږ به دا ځل په ځوانو او کورنیو لوبغاړو باندې زیاته تکيه وکړو))

ګلین مکسویل د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې د لانکاشير لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ چې اوس رسماً د لانکاشير لوبډلې مشر اللو تاید کړه چې د درې بهرنیو لوبغاړو سره یې تړون لغوه اعلان کړ.ویټالیټي بلاسټ سیالۍ د انګلستان هيواد کورنی تجارتي لیګ دی چې ګن شمير بهرني لوبغاړي پکې د افغانستان د لوبغاړوپه شمول لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې