نړیوال کریکټ

د سویلي استرالیا سایمون فري له امپاېرۍ څخه تقاعد اعلان کړ

د سويلي استرالیا غوره امپاېر سایمون فري چې په داخلې سیالیو کې ترټولو بهترینه پرېکړه کوونکی امپاېر و له خپل فارمټ سره یې تقاعد اعلان کړ.سایمون په سل لومړی درجه سیالیو کې همدا شان په ۱۳۰ لیسټ ای سیالیو کې او په ۹۳ شل اوریزه لوبو کې د غوره امپاېر په ډول پاتې شوې دی.سایمون د تسمانیا مارش شیفيلډ شیلډ سیالیو وروستی کوربتوب په خپله غاړه وکړ او دا یې د کيریر اخيري امپاېرې وه.سایمون فري ویلي (( زه ډېر نیکمرغه وم ما پر خپل مسلک کې ډېرې تيروتنې ونکړې خلک زما څخه خوښ و زه د
CA
او
icc


څخه ډېره مننه کوم چې پر ما یې زیات باور وکړ زه د خپلې میرمنې او ماشومانو څخه هم ډېره زیاته مننه کوم ما د خپل کيریر په دوران کې په ۲۰ فصلونو کې څلور ځله د ساکا څخه غوره جایزه اخیستي ده.زما تقاعد د بل چا لپاره دا چانس ورکوي چې پر دغه فیلډ کې کار وکړي او ورزول شي.سایمون فري په کال ۱۹۹۶ م کې د استرالیا په اډيلایډ ښار کې وزیږید چې اوس مهال ۵۳ کاله عمر لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې