نړیوال کریکټ

آي سي سي وایي مونږ به د شل اورېز نړیوال جام په اړه پرېکړه وکړو

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې هر څه په ټپه درول شوي دي، چې له دغو څخه یو هم سپورټ لوبې دي چې پرې اغېز یې لوېدلی دی او ډیری کریکټ لوبې تر نا معلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي چې له مخې یې د نړۍ ستر تجارتي لیګ آی پي ایل هم تر نامعلومې نیټې پورې ځنډول شوی دی.

د کریکټ نړیوالې شورا یا آي سي سي پر وینا، چې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام په اړه ورته پرېکړه د کرونا له امله لږه سخته ده خو دوی ډاډ ورکوي چې شل اورېز نړیوال جام به پر خپل وخت ترسره کېږي او ډېر ژر به دوی د کریکټ بورډونو چارواکو سره د شل اورېز نړیوال جام ترسره کولو په تړاو خبرې وکړي.

یادولو وړ ده چې شل اورېز نړیوال جام به سږ کال په اسټرالیا هېواد کې په اکتوبر میاشت کې پیل شي او د نومبر میاشتې پورې به دوام وکړي.

د اي سي سي یو چارواکي پر وینا، چې مونږ راتلونکې شل اورېز نړیوال جام لپاره یو لړ پلانونه لرو چې په راتلونکې کې به یې په ډاګه کړو.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې