دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پنځه هغه لوبغاړي چې په ډېر ځوان عمر کې یې له کریکټ څخه تقاعد اعلان کړی

دا چې کریکټ یو نړیواله لوبه ده او په نړۍ کې ګڼ شمېر مینه وال لري، خو دغه لوبه کې لوبغاړي بیا د وخت په تیرېدو سره له دغې لوبې سره مخښه کوي (تقاعد) ور څخه اعلانوي خو په دې لوبه کې ډیری کریکټران په کم عمر کې له کریکټ څخه تقاعد اعلانوي چې له ډلې یې درته نن پنځه هغه کریکټران په ډاګه کوو چې په ډېر کم عمر کې یې له کریکټ څخه تقاعد اخیستی.

۱- ټیټندا تاېبو ـ ۲۹ کاله

ټتینډا تاېبو، چې د زمبابوې د توپ وهونې لاین اپ اصلي برخه وه، په ۲۹ کلنۍ کې یې له کریکټ لوبو څخه تقاعد اعلان کړ، ټاېبو د ۲۱ کلنۍ په عمر کې د ټېسټ فارمیټ لوبډلمشر هم وه چې تر ټولو کمکی (ځوان لوبډلمشر) وه، دغه وېکټ ساتوونکي او توپ وهوونکي ۲۸ ټېسټ، ۱۵۰ یو ورځنۍ او ۱۷ شل اوریزې لوبې یې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې لپاره ترسره کړي دي د ټتیندا ټاېبو د کیریر موده ۱۱ کاله وه او په هند غوره لیګ کې یې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره سیالۍ ترسره کړې وې.

۲- کرېګ کېیوېټر – ۲۷ کاله

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړی کرېګ کېیوېټر له دې کبله په ۲۷ کلنۍ کې تقاعد شو چې سترګو ستونزه یې درلوده، هغه په ۲۰۱۰ م کال کې د اسټرالیا خلاف په نړیوال شل اورېز جام کې د ښیې سیالۍ ترسره کولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو د یادولو وړ ده چې د نوموړي سترګو ستونزه هم د کریکټ له امله رامینځته شوه هغه پر یو بال ولګید چې له امله یې سترګو زیان سره مخ شو.

۳- جېمز ټیلر – ۲۶ کاله

دغه افسانوې ویکټ ساتوونکي او توپ وهوونکي په ۴۶ یو ورځینو او ۲۵ شل اورېزو لوبو کې ګډون وکړ او د انګلینډ استازیتوب یې وکړ، مګر نوموړی د ټپونو او تاثیراتو اغېزو له کبله پر دې ونه توانېد چې کریکټ لوبو ته د ډېر وخت لپاره دوام ورکړي جېمز ټيلر د زړه ستونزه درلوده.

۴- ظفر انصاري – ۲۵ کاله

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر ظفر انصاري، چې د سوري لپاره یې خپله سوداګرې هم پیل کړې وه په ۲۵ کلنۍ کې یې د کریکټ لوبې څخه تقاعد اعلان کړ چې د ډیرې حیرانیتا وړ خبره وه، نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي وه، چې د کریکټ سربیره نور ستر پلانونه لري او له همدې کبله یې په ۲۵ کلنۍ کې تقاعد اعلان کړ ظفر انصاري د انګلینډ لپاره یوه یو ورځنۍ او درې ټېسټ سیالۍ ترسره کړې وې.

۵- بیو کېسن – ۲۸ کاله

بیو کېسن د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې استازیتوب کړی وه، خو نوموړي د ډېر وخت لپاره د زړه ناروغۍ له امله د اسټرالیا استازیتوب ونه کړ او یوازینۍ ټېسټ سیالۍ یې د اسټرالیا لپاره ترسره کړې وه خو نوموړي فرسټ کلاس سیالۍ هم لوبولي دي د بیو کېسن زړه ناروغي د ټېټراولوګي په نامه پېژندل شوي ده چې نوموړي یې له امله په ۲۸ کلنۍ کې له کریکټ څخه تقاعد ته مجبور کړ.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې