نړیوال کریکټ

سوېلي افریقا کریکټ بورډ د دوه کلونو لپاره ګریم سمیټ د رئیس په توګه وټاکه

د سوېلي افریقا کریکټ بورډ نن ګریم سمیټ د رئیس په توګه د دوه کلونو لپاره وټاکه د نوموړي د دندې تړون لیک د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشتې پورې لاسلیک شو.

د سوېلي افریقا کریکټ بورډ د نوموړي د رئیس په توګه ټاکل نن رسماً تائید کړل، او د نوموړي پر ټاکل کېدو خوښ دي.

د سوېلي افریقا کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلې دي، چې ګریم سمیټ زموږ د ستراتیژۍ ټولې ستنې په پام کې نیولې دي او دوی هیله لري چې د نوموړي په راتلو سره به په اداره کې مثبت بدلونونه راشې.

سمیټ هم له سوېلي افریقا کریکټ بورډ څخه مننه وکړه، او له خپلې دندې څخه خوښ دی چې نوموړی ټاکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې نوموړی له دې وړاندې د درې میاشتو لپاره د سوېلي افریقا کریکټ بورډ سرپرست ټاکل شوی وه، چې اوس د ۲۰۲۲ کال پورې د سوېلې افریقا کریکټ بورډ دایمي رییس په توګه وټاکل شو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې