لیګونهنړیوال کریکټ

سریلانکا کریکټ بورډ د اي پي ایل کوربتوب وړاندېز وکړ

د هندوستان ستر تجارتي لیګ (آي پي ایل) چې د کرونا له امله تر نا معلومې نیټې پورې وځنډول شو تازه د سریلانکا کریکټ بورډ ویلي دي چې مونږ د اي پي ایل کوربتوب ته چمتو یو.

د یادونې وړ ده چې هند غوره لیګ په ۲۰۲۰ کال کې دوه وارې وځنډول شو، ټاکل شوې وه چې دا لیګ په پیل کې د مارچ په ۲۹ مه نیټه پیل شوي وای چې وروسته د کرونا وبا ناروغۍ له امله د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډول شو چې څو ورځې وړاندې په رسمي ډول دغه لیګ د چارواکو له لوري تر نامعلومې نیټې پورې وځنډول شو.

د سریلانکا کریکټ بورډ عمومي مشر شمامي سلوا په کولمبو کې روېټرز ته په خبرو کې وویل، که چیرې هند غوره لیګ هلته هند کې نشي ترسره کېدلی نو مونږ د دغه لیګ کوربتوب کولی شو.

سریلانکا کریکټ بورډ مشر شمامي سلوا همدغه راز زیاته کړه، مونږ به ډېر ژر هندوستان کریکټ بورډ ته یو لیک هم واستوو چې د دغه لیګ کوربتوب وړاندېز ورته پکې وکړو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې