دلوبغاړو په اړه

ماېکل هوډلېنګ وایي، دغه څلور بالران مې د خوښې وړ بالران دي

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د سکای سپورټ تلویزون پیاوړي مبصر ماېکل هوډلینګ ویلي دي چې په نړۍ کې مې څلور بالران د خوښې وړ دي او ما ور څخه تجربې ترلاسه کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې ډیری لوبغاړي او د کریکټ مبصرین د کرونا ویروس له امله په کورونو کې پاتي شوي دي او په ټولنېزو رسنیو کې خورا فعاله شوي دي.

ماېکل هوډلینګ وایي، د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر ډیل سټین مې د خوښې وړ توپ اچوونکی دی.

د ډیل سټین سربیر نوموړي مارشال، رابرټس او لیلي د خپل خوښې وړ بالرانو په توګه ونومول او پر وینا یې چې دغه څلور تېز بالران مې د خوښې وړ بالران دي.

هغه د آسټرالیا تیز بالر ډینس لیلي، مارشال او روبیرس ستاینه وکړه، او وویل چې دغه بالران د خپل دور پیاوړي او بریالي بالران وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې