نړیوال کریکټ

پنځه ښځينه مبصرینې

دا چې کرکټ په نړۍ کې ډېر شهرت پيدا کړې او ډېر خلک یې لیدو ته لیوالتيا ښایي او ترڅنګ یې په دغه برخه کې په تخنیکي اړخ د پوهیدلو هڅه کوي.پيل کې ورزشي خبریالان ډېر و چې په روان میچ به یې تبصره کوله په دې کې ځنې داسي اشخاص هم و چې فقط به یې د لوبې کمینټري کوله.تبصره کمنټري د لوبې روان حالت خلکو ته رسول دا جلا برخې دې چې په خپلو منځو کې سره ډېر توپیرون لري.اوس په نړۍ کې د نارینه ورزشي خبریالانو ترڅنګ ښځينه خبریالانې هم ترسترګو کیږي چې له ډلې پنځه یې مونږ در پيژنو.

لومړی د هندوستان مشهوره تبصره کوونکې (ماینتا لانجر) ده ده په ۲۰۰۶ م کال کې د سوداګرۍ په برخه کې ځنې خپرونې چلولي له ده وروسته هغه په ۳۵ کلنۍ کې د سټار سپورټ تلویزون سره کار پيل کړ.او په ۲۰۱۰ م کال کې د ډهلې د کامن ویلټ ټورنمینټ کوربتوب وکړ.له دې وروسته یې د
ICC
نړیوالې لوبې هم نشر کړي.بیا په ۲۰۱۲ م کال کې د هندي لوبغاړي (سټورټ بیني) سره واده وکړ.ماینتا نه یوازي په کرکټ کې بلکي هغه د فوټبال په اړه هم پوره مهارت درلود هغه په ۲۰۱۰ کې د فیفا نړیوال جام د خپرونو میلمنه وه.دوهمه ورزشي خبریال چې په لوبو تبصره کوي هغه د بنګله دیش هیواد پورې تر ډېره تعلق لري (جنتول پيیافردوس ) ده پييا په ۲۰۰۷ م کال کې د بنګله دیش هیواد څخه د مس جایزه وګټله.هغه په ۲۰۱۷ م کال کې د بنګله دیش د بي پي ایل سیالیو کوربتوب وکړ.له ده وروسته پييا بیا په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې هم ولیدل شوه.دریمه بیا پاکستانۍ (زینب عباس) ده زینب په لومړیو کې د پاکستان په رسنیو کې غوره بلل کیده هغه په ۲۰۱۷ م کال کې د پاکستان په سوپر لیګ کې ولیدل شوه چې د لوبغاړو سره به یې مرکې کولي.او په ۲۰۱۹ م کال کې تري د کرکټ نړیوالې شورا وړاندیز وکړچې نړیوال کرکټ باندي بحث وکړي.زینب په ۲۰۱۹ م کال کې د حمزه کاردار سره واده وکړ حمزه کاردار د پخواني عبدالحفیظ کاردار لمسي و عبدالحفیظ لومړی شخص و چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې د کيپتانۍ دنده ترسره کړې وه.څلورمه بیا د استرالیا هیواد اوسیدونکی ده ( ایرن هالینډ) هغه تبصره کوونکی وه چې ایرن په ډېرو ټورنمینټونو کې ګډون کړې و او دا ځل یې د پاکستان په سوپر لیګ کې هم کمینټرې وکړه.ایرن د استرالیایی بین کټینګ میرمن هم تيره شوې وه.

ایرن د کرکټ له نړۍ څخه ور اخوا یوه بهترینه سندرغاړې هم ده هالینډ په حقیقت کې کلاسیک غږ لري او په دې برخه کې لیاسنس لري.او پنځمه بیا د انګلستان هیواد (آسا ګوه) ده آسا له ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کاله پورې تبصره وکړه دغه ۳۴ کلنه آسا د انګلستان د ښځينوو په ټيم کې هم لوبیدلی وه.او په ۲۰۱۲ م کال کې له سپورټ سره مخاخه وکړه.آسا اوس یوه مشهوره تبصره کوونکې ده چې په ټیسټ کرکټ زیات وخت بحث کوي.آسا په ۲۰۱۸ م کال کې د ریچارډ توماس سره د خپلې مینې څوګند وکړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې