دلوبغاړو په اړه

شعیب اختر: سچن ټنډولکر مې یو ښه ملګری دی

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانې تېز بالر چې په ۱۵۰ سرعت سره یې توپ اچونه ترسره کوله او اوس یې هم مینه وال شته دی اختر د خپلې تیزې توپ اچونې له امله ډیری توپ وهوونکي له ویرې سره مخ کړې وه او د اختر پر وړاندې به یې په ویره توپ وهنه ترسره کوله سچن ټنډولکر چې له شعیب اختر سره په لومړي ځل مخ شو نو نوموړي ته یې شپږېزه ورکړه چې دا شپږېزه اوس هم د مینه وال په یاد پاتې ده.

شعیب اختر چې له زینب عباس سره یې په انسټاګرام په ژوندۍ بڼه را څرګند شو او ډیری پخواني یادونه یې ورسره د خبرو پر مهال شریک کړل هغه له نوموړې سره د خبرو پر مهال د هندي لوبغاړو سره د اړیکو ټینګښت کیسه وکړه چې دوی دواړه څه ډول سره ملګري شول او څنګه یې د ملګرتیا کیسه پیل کړه شعیب اختر څرګنده کړه، سچن ټنډولکر زما ډیر نږدې ملګری دی. هغه یو تکړه هلک دی او هم ډیر عاجز دی.

شعیب اختر چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې لوبلړۍ غوښتنه کړې وه، چې وروسته بیا د ګڼ شمېر هندي مبصرینو او لوبغاړو له لوري نیوکو لامل شو چې شاهد افریدي وروسته بیا د شعیب اختر دفاع وکړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې