دلوبغاړو په اړه

شاهد افریدي د پاکستاني لوبغاړي شیعب اختر ملاتړ وکړ، او کپل دیو ته یې ځواب ورکړ

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر شاهد افریدي وروسته له هغې د خپل لوبغاړي شعیب اختر ملاتړ څرګند کړ، چې پخواني هندي لوبغاړي کپل دیو د شعیب هغه نظریه رد کړه چې شعیب ویلي وه پاکستان او هند کریکټ ملي لوبډلې باید دوه اړخیرې لوبلړۍ د دې له امله ترسره کړي تر څو دواړه لوبډلې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره مرستې را ټولې کړي.

چې د شعیب اختر دغې نظریې ته په ځواب کې د هندوستان کریکټ پخواني لوبغاړي کپل دیو ویلي وه، چې مونږ پیسو ته اړتیا نه لرو او مونږ پیسې لرو او نه غواړو چې د دغې کار له امله هندي لوبغاړي خطر کې واچوو.

خو په ورته وخت کې د کپل دیو دغې ځواب ته په اشارې سره پخواني پاکستان لوبغاړي شاهد افریدي غبرګون څرګند کړ او ورته یې په ځواب کې وویل:

“شعیب اختر د انسانیت لپاره یو څه ښه خبره کړې وه، خو زه د کپل دیو عکس العمل او ځواب ته حیران شوی یم ځکه چې ما له هندوستان هېواد څخه داسې ویډیوګانې لیدلې دي چې هندي وګړي له کثافاتو څخه خواړه اخلي او دا خواړه خوري، پداسې حال کې چې زه د هغو وګړو درناوی کوم خو کپل دیو باید داسې نه وه ویلي.”

د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان پرته له اسیا جام او نړیوال جام هېڅ ګومه دوه اړخیزه لوبلړۍ نه ده ترسره کړي دوی یواځې په ۲۰۱۲ م کال کې یو له بل سره دوه اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړې وه.

ټاکل شوي ده چې دا ځل ممکن اسیا جام پاکستان هېواد کې ترسره شي، خو بل لوري ته بي سي سي آي ویلي دي چې دوی هېڅ کوم هندي لوبغاړي ته د امنیتې دلایلو له امله پاکستان هېواد ته د سیالیو ترسره کولو لپاره اجازه نه ورکوې.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې