دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

۵۰ کلن پاکستانی کرکټر د کرونا ویروس له امله و مړ

د پاکستان هیواد مسلکي کرکټر ظفر سرفراز چې په کورني کرکټ کې یې ښي لاسته راوړنې لري وي نن یې له دې نړۍ څخه سترګې پتې کړلي.ظفر سرفراز له مرګ څخه درې ورځې دمخه د پیښور په یوه روغتون کې بستر شوی و.هغه د پیښور په شخصي روغتون کې د جدي پاملرنې څانګې کې د خپل ژوند لپاره مبارزه کوله.نوموړي په ۱۹۹۸ م کال کې دکرکټ لوبې ته ور ودانګل د پاکستان په کورني فرسټ کلاس سیالیو کې یې ۱۵ سیالۍ ترسره کړې.نوموړي په دغه ۱۵ سیالیو کې د پيشاور لوبډلې په ګټه ولوبید او ۶۱۶ منډې یې ترلاسه کړې.

او بیرته یې په ۱۹۹۴ م کال کې د کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.د خپل کرکټ په جریان کې یې شپږ پنځوس اوریزه سیالۍ چې کورنۍ وي ترسره کړې یې دي چې ۹۶ منډې پکې ترلاسه کړي وی.له تقاعد وروسته هغه د پيشاور د ۱۹ کلنې لوبډلې د ټرینر په حیث دنده ترلاسه کړه.ظفر د اختر سرفراز ورور دی.اختر په ۱۹۹۰ م کال کې نړیوال کرکټ ولوبوه.یاده دي وي چې په تیرو څو ورځو کې دا دوهم د کرکټ لوبغاړی دی چې پر دغه ویروس اخته کيږي او بیا له دغې ویروس وروسته خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې