دلوبغاړو په اړهلیګونه

کاګېسو رباډا هیله لري چې پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر کاګېسو رباډا وایي، هیله لرم چې د پاکستان شل اورېز سوپر لیګ پي ایس ایل سیالیو کې ولوبېږم رباډا وایي، چې غواړم راتلونکې کې د پاکستان سوپر لیګ برخه شم.

نوموړي چې پر ټوېټر سوال او ځواب پروګرام کې ګډون کړی وه ور څخه وپوښتل شول، چې پاکستان سوپر لیګ پر تړاو نظر څرګند کړي چې کاګېسو رباډا په ځواب کې وویل ((زه هیله لرم چې یوه ورځ به پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږم.))

د رباډا پروینا ما نشو کولی چې د ډېرو بوختیاوو له امله پاکستان سوپر لیګ کې ګډون وکړم، نوموړی وایي زه غواړم چې ډیری بهرنې لیګونو کې ولوبېږم.

رباډا د نړۍ په سترو لیګونو کې لوبیدلی چې نوموړی د نړۍ په ستر تجارتي لیګ اي پي ایل کې د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې