نړیوال کریکټ

پاکستان کریکټ بورډ د کارمندانو د تنخواه کمولو امکان رد کړ

د پاکستان کریکټ بورډ وایي، چې دوی د کارمندانو تنخواه کمولو پرېکړه نه ده کړې له دې وړاندې داسې ادغاوې موجودې وې چې پاکستان کریکټ بورډ ګواګې د مالي زیانونو او کرونا له کبله دوی د کارمندانو تنخواه کموې.

دغه پرېکړه نن د اپرېل په (۱۴مه) نیټه د سه شنبې په ورځ د پاکستان کریکټ بورډ عمومي رئیس احسان ماني رد کړه، او پر وینا چې دوی به د هېڅ کوم کار کوونکي معاش کم نه کړي، بل لوري ته داسې راپورنه ور کړل شوي دي چې پاکستان کریکټ بورډ د کرونا له کبله ۵.۲ ملیونه عاید زیان سره مخ شوي دي.

د پاکستان کریکټ بورډ مشر احسان ماني پر وینا، د کریکټ بورډ ټول کارمندان مونږ ته لومړیتوب لري، او پرته له خپلو چارواکو او لوبغاړو هېڅ هم نه یوو نوموړي دغه خبرې د یوې ویډیو له لارې چې د پاکستان کریکټ بورډ پر رسمي ټوېټر خپره شوي ده وکړي.

د ماني پر وینا چې دوی به د لوبغاړو تړونونه نوي کړي خو خبر ورکوي، چې لږ بدلونونه به موجود وي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې