دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ظهیرعباس ویلي سمیت په ټيسټ کې خو ویراټ په درې واړه فارمټونو کې غوره لوبغاړی دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ظهیرعباس ویلي (( زه د دوه لوبغاړو پرتله کوم چې په نړۍ کې ساری ډېر کم لیدل کیږي لومړی استرالیایي سټیو سمیت دا هغه لوبغاړی دی چې په ټیسټ کرکټ کې د خپل هیواد لپاره خوره ځلیدونکی لوبغاړی دی.بل پلو د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کيپتان ویراټ کوهلي بیا په نړۍ کې سیال نه لري ویراټ په شل اوریزه پنځوس اوریزه لوبو کې ښه لوبغاړی دی ام سمیت بیا په دغه دوه فارمټونو کې کم رنګه لیدل کیږي.زما په اند یو لوبغاړی چې غواړي ښه پرمختګ وکړي نو پکار ده چې په درې واړه فارمټونو کې کلیدي رول ولوبوي))

عباس د سمیت په اړه نور وضاحت هم ورکړ هغه ډيویډ وارنر ته اشاره وکړه چې هغه په پيل کې ډېر ښه مخ ته ځي نو لامل یې همدا دی چې سمیت ښه لوبيږي. سمیت د استرالیا هیواد مهم لوبغاړی دی چې ډېر کله په پنځوس اوریزه او ټیسټ لوبو کې تر نورو ښه تمامیږي. د ده ترڅنګ ویراټ بیا د هندوستان د ملي لوبډلې کيپتان دی او په درې واړه فارمټونو کې غوره توپ وهنه ترسره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې