لیګونه

راپورنه: آي پي ایل د مۍ تر ۳ مې نیټې پورې وځنډول شو

د هندوستان ستر تجارتي لیګ اي پي ایل چې ټاکل شوي وه د تیرې مارچ میاشتې پر (۲۹مه) نیټه د ممبۍ انډیانز او چینای سوپر کېنګز پر سیالۍ پیل شوی وی چې د کرونا ویروس له امله بیا د اپرېل (۱۵ مې) نیټې ته وځنډول شو چې تازه د هندي رسنیو د راپورنو له مخې دغه لیګ د مۍ تر ۳ مې نیټې پورې وځنډول شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس ناورین په لیدو، د هندوستان هېواد لومړي وزېر نرېندرا مودي په هېواد کې د مۍ تر ۳ مې نیټې پورې هر څه وځنډول چې له مخې یې د نړۍ ستر تجارتي لیګ اي پي ایل هم وځنډول شو.

له دې وړاندې راپورنه ورکړل شوي وه که چیرې شل اورېز نړیوال جام وځنډول شي نو پر ځای به یې دغه لیګ په نومبر یا اکتوبر کې ترسره شي، د یادونې وړ ده چې ټاکل شوي ده شل اورېز نړیوال جام به په اکتوبر میاشت کې په اسټرالیا هېواد کې پیل شي.

د یادولو وړ ده چې د بي سي سي آي یوې سرچینې هندي رسنیو ته تائید کړې ده، چې حکومت په هېواد کې د مۍ تر ۳ مې نیټې پورې هر څه ځنډولې دي نو مونږ هم پرېکړه کړې ده چې اي پي ایل هم د مۍ تر ۳ مې نیټې پورې وځنډو.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې