دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

راجر هارپر ویلي ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو اتله لوبډله ده خو په درجه بندۍ کې د ای سي سي سره ډېر مخکې والی نه لري

د ویسټ انډيزکرکټ ملي لوبډله چې په نړیواله کچه په شل اوریزه لوبه کې د ځانه سره مشهوره لوبغاړي لري لاهم د
ICC
یا د کرکټ نړیوالې شورا سره ډېر مخکي والی نه لري د ویسټ انډیز کرکټ بورډ مشر راجر هارپر په یو بیان کې ویلي دا په دې معنا نده چې مونږ نړیوال جامونه ګټلي نو مونږ دې د کرکټ نړیوالې شورا سره په لومړي مقام کې ځای ولرود کال په وروستۍ برخه کې ویسټ انډیز کرکټ لوبډله سیریزونه بیلي او دا پر لوبډله بد تاثیر غورځوي.د بورډ مشر راجر هارپر ویلي(( ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ځانه سره شهرت لرونکي لوبغاړي لري مونږ د ډيرن سمي په کيپتانۍ دوه ځلې نړیوال جام وګټه خو زمونږ بد قسمتي دا ده چې په سیریزونو کې بیا بریاوي نشو خپلوالی.ویسټ انډیز په تیر کې د ځانه سره باتجربه کرکټ لوبغاړي لرل چې اوس په لوبډله کې نه لیدل کیږي اوس د ویسټ انډيز نيمه یې لوبډله نوې شوې ده نو شاید مونږ پر همدي خاطر مخکي تګ نشو کولای))

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزه لوبه کې ښه ښه لوبغاړي د ځانه سره لري چې اوس د کرکټ نړیوالې شورا سره په لسم ځای کې قرار لري.یاده دې وي چې د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پاکستان لومړی استرالیا دوهم انګلستان دریم هندوستان څلورم پنځم بیا سویلي افریقا شپږم نیوزیلینډ اوم افغانستان اتم سریلانکا نهم بنګله دیش او په لسم مقام کې بیا ویسټ انډیز لوبډله د ۱۹۳ نمرو په درلودلو سره پر دغي مقام کې قرار لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې