دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بټلر ويلي ډیویلیرز راڅخه ډېره نا اشنا پوښتنه کړې وه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کيپر توپ وهونکي جوز بټلر د ۲۰۱۸ م کال د ای پي ایل یوه حیرانه ونکي کيسه کړې.بټلر ویلي (( ما غوښتل چې د سویلي افریقایي خطرناک لوبغاړي ای بي ډيویلیرز سره بیر وڅښم او شل دقیقې ورسره خبرې وکړم زه چې له هغې سره د خبرو لپاره کيناستم نو هغه راسره د روغبړ وروسته وویل ته د نيوزیلینډ په کوم ځای کې اوسيږي چې دې پوښتنې یې زه بیخي حيران کړم چې هغه څنګه د یو لوبغاړي په اړه نه پوهیږي چې دا د کوم هيواد پورې تعلق لري د نوموړي دغه ډول پوښتنې ډېر حیران کړم او ډېر په قهر هم شوم))

ای بي له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړې خو سویلي افریقا کرکټ بورډ یې د بیا راوستلو هڅه کوي بټلر بیا د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره توپ وهونکی دی چې وخت ناوخت په ټيسټ لوبو کې هم لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې