نړیوال کریکټ

ګېلن مکسوېل: نړیوال جام پرته له نندارچیانو نشي ترسره کېدلی

میلبورن | د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر ګېلن مکسوېل وایي، چې نړیوال شل اورېز جام پرته له نندارچینانو (تماشاچیانو) نشي ترسره کېدلی دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له امله په نړۍ کې ډیری د کریکټ لوبې او لیګونه ځنډول شوي دي د کریکټ سربیره نورې ورزشي لوبې هم تر نامعلومې نیټې پورې ځنډول شوي دي.

د کرونا وبا ناروغۍ له امله د نړۍ ستر لیګ اي پي ایل چې ټاکل شوي وه د تيرې مارچ میاشتې په ۲۹ مه نیټه پیل شوي وای خو وروسته د هند کریکټ بورډ له لوري پرېکړه وشوه چې دا لیګ د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډول شي خو احتمال شته دی چې دا لیګ به د اپرېل په ۱۵ مه نیټه هم ترسره نشي، خو بل لوري ته د هند کریکټ بورډ رئیس سواري ګنګولي وایي، چې د اپرېل په ۱۳ مه نیټه (نن) به د اي پي ایل په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

اسټرالیایي لوبغاړی ګېلن مسکوېل د اي پي ایل په تړاو وویل، چې ممکن هند غوره لیګ ترسره شي خو د تړلو دروازو ترشا، مګر د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام به د نندارچیانو په شتون کې ترسره شي.

ګېلن مکسوېل د خبرو پر مهال وویل:

“دا به زمونږ لپاره ستونزمنه وي چې لیدونکې (تماشاچیان) را ټول کړو زه فکر کوم که هند غوره لیګ ترسره شي نو امکان شته چې پرته له نندارچیانو پیل شي، مګر زه احساس کوم چې شل اورېز نړیوال جام به پرته له نندارچیانو ترسره نشي.”

مکسوېل پر وینا، دا به زمونږ لپاره خورا ستونزمنه وي چې نړیوال جام پرته له نندارچیانو ترسره کړو.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې