دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هغه پنځه لوبغاړي چې د الکولو د لوګو څخه انکار کوي

په نړیوال کرکټ کې لوبيدل د هر لوبغاړي یو خوب وي چې کلونه کلونه ورته زخمت اوباسي.د کرکټ په ډګر کې ځنې لګو ګانې شته چې په نړیوال کرکټ کې پر لباسونو ایښودل کیږي او د دې په بدل کې ورته دغه کمپنۍ بیا پیسي ورکوي.د دې لوګو ګانو څخه ځنې داسي دې چې هغه د مسلمانانو لپاره د منلو وړ ندې په دې پنځو لوبغاړو کې مونږ تاسو ته هغه لوبغاړي روښانه کوو چې د الکلو ځنې غیرې معیارې لګو ګانې پر خپل لباس نه منې د دوی له ډلې څخه یو هم اوپنر مسلمان سویلي افریقایي هاشم املا دی.

املا لومړی کرکټ لوبغاړی دی چې د دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره یې د هر میچ فیس قرباني ومنله خو د الکو لګو یې پر خپل لباس پري نه ښودله

.دوهم پاکستانی فهيم اشرف دی چې دغه ډول کړنه هیڅ ورته د منلو وړ نده.دریم پاکستانی اظهرعلي، څلورم پاکستانی سوکه توپ اچونکی ايماد وسیم .

او پنځم بیا افغان راشد خان ارمان دی چې هیڅ غیرې معیاري لوګو چې د اسلام د مقدس دین سره په ټکر کې وي پر خپل لباس نه پريږدي.
یاده دې وي چې په نړیوال جام کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ په هغه شيبه کې لوبغاړو د شرابو په پاشلو او څښلو پيل وکړچې دغه کړنه معین علي او ادیل رشید ته د منلو وړنه وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې