دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لیام پلنکېټ: راتلونکې پلانونه مې د کرونا له امله ستونزو سره مخ شول

لندن | د انګلينډ کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر او د نړیوال جام ګټونکی لوبغاړی چې انګلینډۍ لوبډلې سره یې په بریا کې مهم رول لوبولی وه تازه لیام پلنکېټ ویلي دي، چې د نړیوال کریکټ پر وړاندې یې راتلونکې پلانونه د کرونا ویروس له امله ستونزو سره مخ شوي دي پلنکېټ د نړیوال جام په وروستۍ لوبه کې نیوزیلینډ پر وړاندې درې مهم لوبغاړي وسوځول.

خو نوموړي روان کال د انګلینډ کریکټ شل اورېزو لوبو لوبغاړو مرکزي قراداد له لاسه ورکړ، او د انګلینډ کریکټ بورډ له لوري روان کال د شل اورېزو لوبو مرکزي لوبغاړو له لیست څخه بهر کړل شو.

خو بل لوري ته د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له امله سږ کال ډیری د کریکټ سیالۍ هم لغوه شوي دي، د یادونې وړ ده چې په انګلیستان کې د مۍ تر ۲۸ مې نیټې پورې کورنې کریکټ لوبې ځنډول شوي دي خو احتمال شته دی چې دغه لړۍ ممکن نوره هم وغځول شي او د نور وخت لپاره هم کورنۍ کریکټ لوبې وځنډول شي.

لیام پلنکېټ په داسې حالتو کې د خپل کیریر په اړه خوشبین ندی لیام پلنکېټ په خپلو خبرو کې داسې وویل:

“زه د خپل کریکټ په اړه هیله مند نه یم، پلنکېټ د یکشنبې په ورځ د اپرېل په (۱۲مه) نیټه ټاېمز ته په خبرو کې څرګنده کړه، په داسې حالتو کې زما لپاره انګلینډۍ لوبډله کې انتخاب لپاره ځای نشته زه یواځې غواړم چې زه زما کورنۍ او زما ملګري په داسې حالتو کې خوندي اوسې زه د دې ټولو په اړه اندېښمن یم.”

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې