نړیوال کریکټ

شاهد خان افریدی وایي د نيریندرا مودي له امله پاکستان او هندوستان سره د کرکټ سیالۍ نشي ترسره کولای

د پاکستان کرکت ملي لوبډلې پخواني الراونډر شاهد خان افریدي ویلي(( پاکستان هیواد تل په کرکټ کې مثبت فکر لري او غواړې چې سیاست له کرکټ څخه لري وساتې اما د هندوستان لومړی وزیر نیرندرا مودي یو داسي کړنه کوي چې کرکټ له سیاست سره دخيل کړي ترکومه چې مودي وي نو د پاکستان او هندوستان ترمنځ دوه اړخیزه سیریز نشي ترسره کیدلی.هغه د هندوستان پر خکومت تونده نيوکه وکړه چې دغه د بند لړۍ دې نوره ختمه کړې ځکه پاکستان او هندوستان ترټولو نیږدي د کرکټ هغه لوبډلې دې چې هميشه یې په تير کې ښه سیالۍ ترسره کړې دي.

د شاهد خان مخکي د پاکستان نورو لوبغاړو لکه شعیب اختر،ظهير عباس او ورته نور لوبغاړو هم د هندوستان د بورډ څخه غوښتنه کړې چې باید دوه اړخيزه سیریزونه ترسره کړې دي.یاده دې وي چې پاکستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو له۲۰۱۲ م کال راورسته هیڅ کومه رسمي سیالۍ چې د دوه اړخيز سیریز پورې تړاو ولري نده ترسره شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې