دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کریکټ په نړۍ کې ۱۰ هغه توپ اچوونکي چې هېڅکله یې په نړیوال کریکټ کې پراخه توپ نه دی ترسره کړی

نړیوال کریکټ د توپ اچوونکو لپاره یو له هغو نړیوالو لوبو څخه دی چې څوک ور څخه بدې (ترخې) خاطرې لري او څوګ ور څخه بیا ښيې خاطرې لري، ډیری داسې لوبغاړي شته او پاتې شوي دي چې داسې ریکارډونه یې ثبت کړې دي چې د مینه والو او خلکو لپاره به تل او د تل لپاره په ذهن کې پاتې وي داسې بالران هم د کریکټ په نړۍ کې تېر شوي دي چې نوم او شهرت به یې درلود او د نړۍ په کچه به ور څخه توپ وهوونکو ویره درلوده باولېنګ یو هنر دی چې نه یوازې سرعت ته اړتیا لري بلکې زغم او حوصلې ته هم اړتیا لري که چیرې یو فرد د ښه بالر کېدو تمه او هیله لري نو هغوی باید شیانو ته د مختلفو لارو څخه په مثبت فکر وګوري او خپل ځان ملاتړ باید خپله وکړي او باید یو هدف ولري نظر او هدف د یو بالر د بریالي کېدو کلیدې جز دی

خو کله چې نړیوال کریکټ ته یو بالر بریالی کېږي نو بیا هلته نظم او ډسپلین شامل دی چې هغه باید مراعت کړلی شي ځینې توپ اچوونکي شته دی چې د توپ اچوونې په مسلک کې یې ماسټري اخیستې وي نن ورځ په دې مقاله کې درته لس هغه توپ اچوونکي در پېژنو چې په نړیوال کریکټ کې یې هېڅ پراخه توپ یا وایټ بال نه دی ترسره کړی چې دا هم یو هنر ته اړتیا لري د افغان کرېک انفو درنو لوستوونکو! راځئ چې دا لس توپ اچوونکي وپېژنو.

۱- فریډ ټریمین

د انکلینډ کریکټ لوبډله د کریکټ په تاریخ کې تر ټولو لرغوني لوبډله بلل کېږي او کریکټ لوبه خپله د انکلینډ له لوري پر لاره اچول شوي ده، دوی تر اوسه پورې د تېزو بالرانو کمښت احساس ندی کړی او د کریکټ په تاریخ کې یې ښه بالران درلودل او اوس یې هم لري، چې له ډلې یې يو هم پخوانی تېز بالر فریډ ټریمین دی چې ۶۰۳ فرسټ کلاس یا لومړۍ درجه لوبې یې ترسره کړي او ۶۷ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې دي چې په نړیوالو سیالیو کې یې هېڅ کوم پراخ یا وایټ توپ نه دی ترسره کړی.

۲- عمران خان

د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې پخواني کیپتان عمران خان د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال په ۱۹۹۲ کال کې پاکستانۍ لوبډلې ته د نړیوال جام اتلولۍ لقب ورکړ، عمران خان نه یوازې د پاکستان د کریکټ ټیم بلکې د نړۍ د کریکټ یو له لوی تکړه لوبغاړو څخه وه عمران خان په مجموعي توګه ۸۷ ټېسټ او ۱۷۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې مګر خو نوموړي په دې جریان کې هېڅ پراخه توپ نه دی ترسره کړی.

۳- باب ویلیس

باب ویلیس د انګلینډ د کریکټ په تاریخ کې یو خطرناک بالر پاتې شوی دی. باب ویلیس له ۱۹۷۱ کال راهیسې تر ۱۹۸۴ کال پورې د انګلینډ کریکټ لوبډلې لپاره د تېز توپ اچونې مسؤلیت پر غاړه درلود پدې جریان کې هغه یو استثنایی همکاري وکړه. ویلیس د انګلینډ لوبډلې لپاره ۹۰ ټېسټ او ۸۰ پنځوس اوریزې (یو ورځنۍ) سیالۍ ترسره کړې وې خو کوم وایټ یا پراخه بال یې نه وه ترسره کړی.

۴- ډېنس لېلي

آسټرالیا د کریکټ په تاریخ کې د کیفیت لرونکي تېز بالرانو وده لپاره یو له عالي مرکزونو څخه ډېنس لېلي وه. کله چې هم د اسټرالیا په لوبډله کې د خطرناکه او سرعت لرونکې تېز بالر یادونه کېږي نو د ډېنس لېلي نوم به څرګندېږي ډېنس لېلي د اسټرالیایي لوبډلې لپاره ۷۰ ټېسټ سیالۍ ترسره کړې وې چې په دغو لوبو کې نوموي هېڅ کوم پراخه توپ نه وه ترسره کړی.

۵- ډرېک انډروډ

ډرېک انډروډ د انګلینډ د کریکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوی کریکټر، او د لومړي درجې مسلکې کریکټر کیدونکې تجربه لري. ډرېک انډروډ چې په لومړۍ درجې کریکټ کې یې څو سیالۍ ترسره کړې وې، خو په نړیوال لوبغالي کې هم د انګلینډ استازیتوب وکړ. هغه د انګلینډ لپاره ۸۶ ټېسټ او ۲۶ یو ورځینو لوبو فرصت ترلاسه کړ، مګر نوموړي هېڅ کوم پراخه توپ ترسره نه کړ.

۶- لانس ګېبس

په ۸۰ او ۹۰ کلونو کې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله د نړۍ د کریکټ کور بلل کېده دوی په دې وخت کې خورا پیاوړي لوبغاړي لرل چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه یو هم لانس ګېبس وه چې د وېسټ انډېز لپاره یې خورا مهمې سیالۍ ترسره کړې وې چې په دغو سیالیو کې نوموړي هېڅ کوم پراخ توپ نه وه ترسره کړی.

۷- کلری ګرېمټ

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی سپنر توپ اچوونکی ګرېمټ کلری په نیوزیلینډ کې زېږدلی دی. مګر نوموړي د اسټرالیا استازیتوب وکړ ګرېمټ د اسټرالیا لپاره ۳۷ ټېسټ سیالۍ ترسره کړې وې چې نوموړي هېڅ کومه وایټ توپ نه دی ترسره کړی.

۸- ایان بوتم

هر کله چې د پخواني انګلینډي لوبغاړو په تړاو خبرې کېږي نو د پخواني الراونډر ایان بوتم یادونه هرو مرو کېږي، ایان بوتم د انګلینډ په کریکټ کې لویه ونډه اخیستې چې هیڅکله یې د دوی په تاریخ کې هیرولی نشي ایان بوتم ۱۰۲ ټېسټ او ۱۱۶ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي خو نوموړي هېڅ کوم پراخ توپ نه دی ترسره کړی.

۹- ګیري سوبرز

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې چې د څو لسېزو را پدیخوا خورا خطرناک تېز توپ اچوونکي درلودل چې یو یې هم دغه تېز بالر ګیري سوبرز دی ګیري سوبرز د وېسټ انډېز لپاره ۹۳ ټېسټ سیالۍ او یو شمېر یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وې خو نوموړي هېڅ کوم پراخ توپ نه دی ترسره کړی.

۱۰- ریچارډ هډلي

ریچارډ هډلي د نیوزیلینډ د کریکټ تاریخ یو له سترو لوبغاړو څخه و هډلي یو خطرناک تېز بالر وه هډلي د ۱۷ کلونو لپاره د نیوزیلینډ استازیتوب وکړ نوموړې د دې وخت په جریان کې د نیوزیلینډ لپاره ۸۶ ټېسټ او ۱۱۵ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وې خو نوموړي کوم وایټ یا پراخ توپ نه دی ترسره کړی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې