افغانستان کریکټ

د لوبو دوام په خوست کې!

د خوست ولایت آسمعیل خېل او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ځدراڼ کوټ کلي صحرا میدان باندې د ټېنس بال ټورنمنټ ترسره شو .
دغه ټورنمنټ کې ۴۰ لوبډلو ګډون درلود چې پۀ څلورو رآونډونو کې له یو بل سره ولوبېدل .
فائنل لوبه کې د احــمــد خــان لوبډله د کمیټي له لوبډلې سره ولوبېده ، احــمــد خــان لوبډلې د ټاس پۀ ګټلو پۀ لومړي بېټ پۀ ۱۱ آورونو کې ۱۵۸ منډې وکړې او ۱۵۹ ټارګېټ شو ، د کمیټي لوبډله د یاد ټارګېټ پۀ پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه احــمــد خان لوبډلې وګټله . د ټورنمنټ غوره لوبغاړی عثمان ورزېوال وټاکل شو او د ټورنمنټ غوره بالر محمد نعیم کلیوال وټاکل شو . بلال رضاء ، صابر ګل مراد ، شفیق الله منګل ، جمیل آلماس ، زبېر ځدراڼ، جواس منګل، ګلزار اشنا،څاروان او حیات خان هغه لوبغاړي وو چې ټورنمنټ کې یې ښې او زبردستې لوبې وکړې .

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې