لیګونه

واټسن ویلي د لوبغاړو پر وړتیا باور د چینای سوپر کېنګز د بریا راز دی

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر او په هند ستر تجارتي لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې مهم لوبغاړي شېن واټسن ویلي دي، چې د لوبغاړو پر وړتیا باور کول د چینای سوپر کېنګز لوبډلې د بریا راز دی واټسن له چینای سوپر کېنګز لوبډلې څخه مننه کړې ده چې پر ده یې باور کړی دی او له ځانه سره یې ساتلی دی.

دغه افسانوې الراونډر لوبغاړی په لومړیو کې د راجستان رایلز لوبډلې برخه وه چې د رایلز لوبډله یې د انډین پریمیر لیګ اتله لوبډله ونوموه، وروسته نوموړی د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له خوا وپېرل شو چې په ۲۰۱۸ کال یې د چینای لوبډله هم د اتلولۍ تر پوړیو ورسوله.

شېن واټسن په ۲۰۱۸ م کال کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پر وړاندې پای لوبه کې له پیل څخه بریدګره توپ وهنه پیل کړه او په ۵۷ توپونو یې ۱۱۷ منډي ترسره کړي، د واټنس په دغه بریدګره توپ وهنه کې ۱۱ څلوریزې او اته شپږېزې شاملې وې. همدغه راز بیا په ۲۰۱۹ م کال کې هغه د ممبۍ انډیانز لوبډلې پر وړاندې په ۵۹ بالونو ۸۰ سترې منډې جوړې کړې.

واټسن چې په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ لایو راغلی وه خپلو خبرو په دوام کې یې داسې وویل:

“ما په هغه وخت کې بد احساس درلود، کله چې به ما ښه توپ وهنه ترسره نکړه. خو کله به چې زه ونه توانېدم چې سترې منډې جوړې کړم او په لوبډله کې د زیات وخت لپاره پاتی کېدو چانس پیدا کړم نو ما به له ځان سره احساس کړ چې زه به یې له لوبډلې څخه لرې کړې اوسم خو مګر په ځواب کې دوی داسې ونکړل.”

دغه پیاوړي پخواني کریکټر له اېم اېس ډوهني څخه له دې امله مننه وکړه چې پر دوی یې باور کړی دی.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې